د مړي غسل
پوښتنه
د مړي په غسل کې د هغه چا شتون چې اړتیا ورته نه وي څه حکم لري؟
ځواب
یواځې د هغه کسانو حضور چې مړي مینځې او د هغوی چې مرسته ورسره کوي مستحب دی،او د هغو کسانو شتون مکروه دی چې غسل کې ورته اړتیا نه وي.
مستحب دا ده چې د مړي په مينځلو کې ګډون کوونکي يوازې هغه وي چې غسل يې کوي، او څوک چې له هغه سره په مينځلو کې مرسته کوي، او د هغه چا حضور مکروه دی چې شتون ته يې ضروري نه وي؛
ځکه په طبیعي توګه یو انسان دا نه خوښوي چې څوک د هغه عورت وګوري؛ او تل د خپل حرمت ساتنه خوښوي، که هغه ژوندی وي او یا مړ، اسلامي شريعت د مړي د حرمت ساتلو ته لېواله دی او هغې کې مبالغه کوی او ورته هڅونه یې کړې. نبی کریمﷺ فرمایلی:« چاچې مړي ته غسل ورکړ، په هغه کې امانت ادا کړ، په هغه وخت کې د هغه حال یې افشا نه کړ، نو له ګناهونو څخه به داسې خلاص شي لکه هغه ورځ چې له خپلی مور زیږیدلی وي» امام احمد رحمه الله روایت کړی.