پوښتنه
د جمعه لمانځه څخه د مخه سنت څه دي؟
ځواب
د سلفو او خلفو علماوو په اتفاق د جمعې د لمانځه څخه مخکې سنت مشروع او مستحب دي او دا عمل له رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو او سلفو صالحو رضی الله عنهم څخه روایت شوی دی، او مستحب دی چې څلور رکعته لمونځ وي؛ دوه دوه رکعته.