په نذر کړل شوی شې کې شک

Egypt's Dar Al-Ifta

په نذر کړل شوی شې کې شک

پوښتنه

یو سړي که نذر وکړ او بیا یې په نذر کې شک پیدا شو نو حکم یې څه دی؟

ځواب

چا چې نذر وکړ او بیا یې د نذر کړل شوي شي کې  شک درلود او یا یې ډول هېر شو؛ چې آیا لمونځ وه روزه ، صدقه او که کوم بل شي یې په غاړه اخیستي وه. نو دا شخص به هڅه او اجتهاد کوی چې د یو ډول باره کې یې غالب ګمان راشي نو هماغه دي وکړي، که چیري هڅه وکړه او یو ډول نذر ورته مالوم نه شو نو د قسم کفاره پري لازمه ده؛ ځکه په نذر کړل شوي شي کې شک داسي دی کله معین شوي چې نه وي، او ځکه چې د نذر د ډول په تعین نه توانیدل داسې دې لکه څوک چې د یو شي نذر وکړي او بیا د هغې توان ونه لري.

والله سبحانه وتعالى أعلم.

Share this:

Related Fatwas