د میراث په ویش کې ځنډ
پوښتنه
د ځينو وارثانو د خوښې خلاف د میراث وېش ځنډول څه حکم لري؟
ځواب
د مورث د مړینې له تاییدیدو نه پس سمدستی، هر وارث د هغه له ترکې څخه د میت تجهیز د لګښت، د پورو له ادا کولو، وصیت، کفارو، نذرونو او داسې نورو له اداکولو څخه وروسته د خپلې برخې مستحق دی.
او هیڅ یو وارثات ته د نور وارثانو د خپلو شرعې ټاکل شویو برځو د ترلاسه کولو مانع کیدل جواز نه لري، که دا ممانعت په حرمان یا ځنډولو وي او همدارنکه د یو وارث ته روا ندی چې د پاتې وارثانو پرته او یا د هغوی د اجازی پرته په میراث کې تصرف ځان ته ځانګړی کړي، له عذر یا د وارثانو له اجازې پرته د میراث د تقسیم مخنیوی یا ځنډول شرعا حرام دي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې د خپل وارث له میراث څخه وتښتي. خدایﷻ به يې د قیامت په ورځ له جنت څخه میراث قطع کړي.» (ابن ماجه په خپل سنن کې روایت کړی) او د نبی کریمﷺ بل حديث کې راغلي: څوک چې د اللهﷻ له لور فرض شوی میراث قطع کړي خدایﷻ د هغه میراث له جنت څخه قطع کړي. (بیهقی په شعب الایمان کی روايت كړی) او خدای تعالی ډیر ښه پوهیږې.