په نذر کړل شوی شې کې شک
پوښتنه
یو سړي که نذر وکړ او بیا یې په نذر کې شک پیدا شو نو حکم یې څه دی؟
ځواب
چا چې نذر وکړ او بیا یې د نذر کړل شوي شي کې شک درلود او یا یې ډول هېر شو؛ چې آیا لمونځ وه روزه ، صدقه او که کوم بل شي یې په غاړه اخیستي وه. نو دا شخص به هڅه او اجتهاد کوی چې د یو ډول باره کې یې غالب ګمان راشي نو هماغه دي وکړي، که چیري هڅه وکړه او یو ډول نذر ورته مالوم نه شو نو د قسم کفاره پري لازمه ده؛ ځکه په نذر کړل شوي شي کې شک داسي دی کله معین شوي چې نه وي، او ځکه چې د نذر د ډول په تعین نه توانیدل داسې دې لکه څوک چې د یو شي نذر وکړي او بیا د هغې توان ونه لري.
والله سبحانه وتعالى أعلم.