پاکوالۍ او طهارت
پوښتنه
پاکوالي ته د اسلام د پاملرنې بیلګې څه دې او د نظافت فضیلت څه دی؟
ځواب
اسلام پاکوالي او نظافت ته هڅونه کړې، او دا دواړه یې د خپل رسالت له اصولو څخه ګڼلي، او د ایمان برخه یې ګرځولې،او خپلو پیروانو ته یې امر کړی چې په ټولو برخو کې یې اسباب مراعت کړي؛ دا ځکه چې پاکې او نظافت د روح په تزکیه او د ژوند د مسئولیتونو په غاړه اخیستلو کې د انسان په وړتیا ژور تاثیر لري، نظافت او پاکي ته د اسلام د پاملرنې له بیلګو څخه دا ده: چې اسلام د کورونو او عامه ځایونو څخه د کثافاتو او چټلي د پاکوالي غوښتنه کړې ده، همدارنګه د جامو پاکوالی او د ظاهري ښکلا، او د خولې او غاښونو له هغه پاتې شونو څخه چې د انسان روغتیا ته زیان رسوي پاکول ... او داسی نور یې بیلګې دي.