د رسول الله صلی الله علیه وسلم ،آل ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ،آل البیت، او یا د کعبې شریفې روی نیول یا پري ترجي یا امید کول

پوښتنه

که یو شخص چا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او یا د کعبې شریفې او یا آل البیت  له رویه د  اړتیا پوره کولو امید وکړي  څه حکم لري؟

ځواب

ځواب:

 په رسول الله صلی الله علیه وسلم یا نورو ترجې یا اميدل کول او یا په هغي د خبرو تاكيد کول او لکه چې ووایي: د نبی روی دې وي - مثالا - یا د کعبی روی ته وګوره....... او داسې نور، چې د هغه څخه یې د قسم حقیقت مقصد نه وي دا شرعا جایز دي،  او د اکثرو فقهاوو له نظره په دې کې څه حرج نشته؛ خو دا سمه نه ده چې د هغو  دلایلو  په ظاهر چې په غیر الله د قسم د حرمت باره کې راغې دا هم منع شي؛ ځکه دا د هغو له جملي څخه نه دې، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم، او د صحابه کرامو په کلام کې وارد شوي دی؛ له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او ویې ویل: ای د خدائ جل جلاله رسوله کومه صدقه تر ټولو لوی اجر لري؟  آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَمَا وَأَبِيكَ لَتُنَبَّأَنَّهْ؛ أَنْ تَصَدَّقَ وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْبَقَاءَ» إلخ الحديث.

ژباړه: "ستا په پلار ورته به ووایې؛  چي صدقه ورکړئ کله چې تاسو روغ ولی، او مال خوښوي، او د فقر څخه ویره لرئ او د ژوندي پاتې کیدو هیله لرئ".

او دواړو شیخانو (بخاروی او مسلم)روایت کړی چې د ابوبکر صدیق رضي الله عنه ښځې هغه ته وویل: «لَا وَقُرَّةِ عَيْنِي؛ لَهِيَ الآنَ أَكْثَرُ مِنْهَا قَبْلَ ذَلِكَ بِثَلَاثِ مَرَّاتٍ».

ژباړه: زما د سترګو تور؛  دا اوس د پخوا په پرتله درې چنده زیات دی".

 .دا د خپلو میلمنو لپاره خواړه معنی لري.

والله سبحانه وتعالى أعلم.

Share this:

Related Fatwas