د مړي له لوري د هغه چا اوريدل او احساسول چې زیارت یې کوي یا ورته سلام کوي
پوښتنه
آیا مړي هغه څوک اوري چې زیارت ته ورځي؟
ځواب
دا ثابته ده چې انسان کله مړ شي نو د هغه مړینه مطلق فنا یا عدم نه دی چې هیڅ ژوند پکې نوي، بلکې دا له یوه ژوند څخه بل ژوند ته انتقال دی. نو هغه د خپل شاوخوا هرڅه درک کوي، او چې څوک لیدنې ورشي احساس کوي او که هغه ورته سلام وکړي ځواب ورکوي. او دا هغه څه دي چې له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه په ډیرو احادیثو کې ثابت شوي دي، لکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته د اعمالو د پیش کیدو او د مونږ لپاره د هغه د بښنې غوښتنې حدیث؛ چې فرمایلي دي:« زما ژوند ستاسو لپاره خیر دی، پیښې کیږي او ژه یې حکم درته بیانوم.(پوښتنه کوئ زه ځواب درکوم) زما مړینه ستاسو لپاره خیر؛ ستاسو اعمال ماته پیش کیږي، چې ویوینم نیک دي د الله شکر ادا کوم، او که ووینم شر دي له الله څخه تاسو ته مغفرت غواړم» بزاز په خپل "مسند"، او ډیرو حفاظو صحیح بللی؛ لکه امام نووي حافظ این حجر ، حافظ سیوطی او نورو.
او همدارنګه دا په شریعت کې مړي ته د تلقین له مشروعیت څخه هم څرګندیږي، او که چیرې هغه تلقین نه اورېدی او ګټه یې نه ورته کولی نو دا به روا نه وه.