د شپې د دریمې برخې او نیمې معلومول
پوښتنه
د شپې دریمه او نیمه شپه، څنګه حسابیږي؟
ځواب
د شپې د حساب پیل له لمر لوېدو څخه تر سهاره دی، او د دغو دوو وختونو تر منځ شپه ده، د شپي په نیمایي باندې د معلومول لپاره د دې دوو وختونو تر مینځ ساعتونو حسابیږي او په دوه تقسیم کیږي، او بیا د نیم ارزښت د ماښام په وخت کې اضافه کیږي، او په دې توګه د نیمې شپې وخت معلومیږی، او يا نوموړی وخت په دريو برخو تقسیمیږي، او بيا درېيمې برخې وخت د ماښام په وخت وراضافه کیږي، نو په دې سره د شپې د درېيمې برخې وخت معلومیږي.