د رجب د میاشتې په اووه ویشتمه روژه نیول
پوښتنه
د رجب د میاشتې په اووه ویشتمه روژه نیول څه حکم لري؟
ځواب
د رجب د مياشتې د اووه ويشتمه ورځ نفلي روژه نيول شرعا کومه مانع نلري. بلکه دا یو له مستحبو عملو څخه دی چې ترسره کولو ته یې هڅونه او د هغې ته د تعظیم توصیه شوی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې قول په بنا:« چا چې د رجب میاشتې په اووه ویشتمه ورځ روژه ونیوله الله به ورته د شپېتو میاشتو روژه ولیکي» که څه هم دا حدیث ضعیف دی، خو په داسې احادیثو لکه څنګه چې د فقهاوو په نزد ثابته ده په فضایل الاعمال کې عمل کیدای شي.
او ځینې فقهاوو څخه په دې ورځ د روژې نيولو مستحب والي په اړه نصوص راغلي دي چې. ځکه چې دا ورځ ستر فضیلت لري او د اسلامي امت د تاریخ لویې پیښې پکې شتون لري او ځکه چې دا یوه له فضیلت لروونکو ورځو څخه ده چې په هغې کې په عبادت مداومت کول مستحب دي. چې له هغو عبادتونو روژه هم ده: او فقهاوو لکه: امام ابو حنیفه لکه څنګه جې امام قرافی په "الذخيرة" (2/ 532)،ورڅخه نقل کوي او امام ابن حبیب او داسې نور؛ لکه څنګه چې علامه خلیل په "التوضيح" (2/ 461)، کې او امام الغزالی او امام حطاب بلکه ځینو ویلي چې روژه يي سنت ده لکه علامه سلیمان الجمل په خپله حاشیه کې"حاشيته على شرح منهج الطلاب" (2/ 249)، او علامه شطا الدمیاطي په "إعانة الطالبين" (2/ 306) کې بیان وي.