د تکفیر خطر

Egypt's Dar Al-Ifta

د تکفیر خطر

پوښتنه

په ټولنه کې د تکفیر خطر څه دی او آیا تکفیر د اشخاصو دنده ده؟

ځواب

ځواب:

تکفیر یو له خورا سختو بدبختیو او آفتونو څخه دی، چې د ټولنې جوړښت یې پاشلۍ،او په کې د تفرقې خپریدو او په ناحقه د وینې د تویولو لامل شوی،او اسلامي شريعت د تکفیر پر خطر ټينګار کړی او په قرآن او نبوي سنتو کې يې ورڅخه منع کړې، الله تعالی فرمایلي: ﴿وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا﴾ [النساء: 94]، ژباړه: «او څوك چې پر تاسو سلام واچوي، هغه ته سمدلاسه دا مه وایئ چې ته مومن نه يې» او په حدیث شریف رسول اللهﷺ فرمایي:«لا يرمي رجل رجلًا بالفسوق، ولا يرميه بالكفر، إلا ارتدت عليه، إن لم يكن صاحبه كذلك» (بخاري روایت کړی) ژباړه:« هیڅوک دي بل نفر په فسق او کفر نه متهم کوي کنه دا کفر او فسق به بیرته ده ته راوګرځي، که ملګری يې داسي نوه» او له رسول اللهﷺ څخه روایت چې فرمایي: «ثلاث من أصل الإيمان: الكف عمن قال: لا إله إلا الله، ولا نكفره بذنب، ولا نخرجه من الإسلام بعمل» (امام ابو داود ذکر کړی) ژباړه:« دري شیان د ایمان له اصل څخه ګڼل کیږي: د هغه چا نه ځورول چې (لا إله إلا الله) وایي یعنی له الله پرته بل هیڅ معبود نسته، او ګناه کولو  څوک په کفر نه تورنه وو، نه یې د عمل لپاره له اسلام څخه خارجوو»، او مسلمان علما په دې اجماع لري چې تکفیر باید یوازې په قضایی حکم وي، نه د یو فرد یا د ټولنې یو غړي له لور، او مسلمان ته لازمه ده چې د اهل قبلې له تکفیر څخه د هغې د خطر د ډیروالی له امله خورا ډير احتیاط وکړي او د امکان تر حد ځان وساتې؛ ځکه کیدای شی چې په تکفیر باندې وینه توییدل د بندګانو د حقوقو او حرمت ضایع کیدل او له اسلامی ملت څخه وتل بنا شي.

Share this:

Related Fatwas