د کفر مراتب

Egypt's Dar Al-Ifta

د کفر مراتب

پوښتنه

آيا کفر درجې لري، او آيا داسې ډولونه لري،چې  بېلابېل حکمونه پری مرتب شي؟

ځواب

کفر: د هغه څه ن انکار کول دي چې په ضروري توګه معلوم وي چې د محمد صلی الله علیه وسلم د دین برخه ده، چي هغه لکه د خالق له وجود څخه انکار، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نبوت ، او د اسلام له هغو فرایضو څخه انکار کول چې پر هغه بنا شوی دی، او هغو محرماتو ته جواز  ورکول چې حرام والی يې په قطعي دلائلو سره  ثابت شوي دي، او همداسی نور،کله بیا کفر د ښوو او نیکلیو د انکار په معنی هم راځي.او کفر مختلفي درجې او مرتبی لري، چي ځينې يې له دين څخه د وتلو سبب کيږي،او ځينې يې نه کیږي، او  ګناهګار شخص ته  د لومړي حکم نه وركول كيږي بلکه د دویم  وصف ورته کیږي، د کفر څلور ډولونه دي: د انكار کفر، او ناشکري کفر، او عنادي کفر، او د نفاق کفر، د الازھري په وینا، او له الله پرته په بل څه کفر،  هغه له کفر څخه لاندی مرتبه کفر دی،  چي هغه د خدائ جل جلاله باندې د کفر کولو نه جلا کفر دی، چي لومړی ېی یعنی په الله تعالی کفر د دین څخه ویستونکی دی، او  په دوزخ کې د تل پاتې کیدو واجبوونکی دی، او دوهم یوازې د فسق واجبوونکی دی ، نه په جهنم کي ابدی پاته کیدو، د بېلګې په توګه هغه انسان چې  په ژبه توحيد او نبوت مني او له زړه څخه یې پرې ايمان راوړی وی، خو لوئ ګناهونه کوي لکه قتل، په ځمکه کې د فساد کوښښ، او له حقوقو او نعمتونو او داسې نور شیانو  څخه انکار کوي، او له دې جملې څخه هغه احادیث هم دي چې په هغه کې د کفر اطلاق لوئ ګناهونو ته شوي لکه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم دا قول: «وقتاله كفر» -متفق عليه -ژباړه: "او ورسره جنګ کول کفر دی".

او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم دا قول: «من ترك الصلاة متعمدًا فقد كفر» -رواه الطبراني في الأوسط- ژباړه: "چا چې په قصدي توګه  لمونځ پرېښود نو کفر يې وکړ" -او همداسي نور، او دا ټول  له کفر څخه د ټيټ  کفر په توګه تشریح شوي دي، او پدي کې  د هغو خوارجو لپاره هيڅ کوم شرعي دلیل نشته چې د لوئ ګناهونو مرتکب تکفیر کوي.

هیڅ یو مسلمان، سلفو او یا ورستیو حلفو دا نه دي ویلي چې ګناهونه کفر ګڼل کیږي، چې څوک له دین څخه بهر کړي، پرته د خوارجو او هغوئ په څېر نورو ډلو چي ددوی په نظر د ګناه کبیره مرتکب کافر دی او له دین څخه خارج دی.

Share this:

Related Fatwas