د بنسټ یا اداری له لوری د اجتهاد اهمیت
پوښتنه
زموږ په معاصر ژوند کې د ډلییز او یو بنسټ له لوری د اجتهاد اهمیت څه دی؟
ځواب
ډله ایز او بنسټیز اجتهاد خورا مهم هدفمند او ارزښتناکه رول لري، په ځانګړې توګه زمونږ د اوسني عصر د معاصره ټولنیزو مسلو په حل کې؛ او دا ځکه چي د ژوند په نظامونو او طريقو کې دايمي او پرله پسې پرمختګ او د ژوند د بدلیدونکو ناورینونو او پیښو له امله فردي اجتهاد ستونزمن دی، ځکه چي دا ټول دوامداره ژورې پاملرنې او د هغو د حل لپاره په داسي طریقه اجتهاد ته اړتیا لري، چې د وخت له روان سره مطابقت ولري، او د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د اسلام د خپریدو او د مسلمانانو د شمیر په زیاتیدو سره، یو شخص که څومره هم هڅه وکړي په تنهايي توګه په ټولو مسایلو پوهېدلی نشي، او له همدې امله په ډله ایزه او بنسټیزه توګه اجتهاد تر سره کول واجب دی، ترڅو وشی کوی چې د ورځو په تیریدو سره په ټولنه دا پراخې نوې پیښې راونغاړی شي، او همدارنګه ډله ایز اجتهاد د علمی بحث، او د شوری اصل، او په مختلفو څانګو کې د مسلکي کدرنو تجربې کارولو ته هم لاره هواره وي،
او په ځانګړې توګه په داسې حال چې مونږ په طبیعي توګه د مسلکیتوب په عصر کې یوو، نو یو مجتهد ته مشکله ده چې په مختلفو علومو او کلتورونو باندي د غو علومو د پراختیا او کلتورونو د توپیرونو زیات والي سربیره پوره پوه ترلاسه کړي، نو ډله اییز اجتهاد د ټولنیزې همغګۍ یوه بڼه، او د یوځاي ژوند کولو او د فکري زغم یوه لاره، او د اسلامي امت د یووالي له سترو دروازو څخه یوه دروازه ده.