په نبوي سنت کې د ګمراهو ډلو ځینې صف...

Egypt's Dar Al-Ifta

په نبوي سنت کې د ګمراهو ډلو ځینې صفات

پوښتنه

آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاکو سنتو د خوارجی ډلو او افراطیانو د نښانو په اړه خبرې کړې دي؟

ځواب

 د رسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي سنتو په عمومي ډول د ځينو ځانګړتياوو په اړه خبرې کړې دي، چې که په خاوندانو کې پيدا شي، نو بايد له هغو څخه ځان وساتل شي او د هغوى د تګلارې پيروي ونه شي؛ ځکه هغوی افراطيان دي او د شريعت له لارښوونو څخه انحراف کوي؛

له ابو ادریس خولاني څخه په روایت کې راغلي چې هغه له حذیفه بن یمان څخه اوریدلي چې ویل یې: ژباړه: "خلکو به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خیر په اړه پوښتنه کوله او ما به له هغه څخه د شر په اړه پوښتنه کوله، له دې وېرې نه چې ورسره مخامخ نشم، نو ما وویل: ای د خدائ تعالی رسوله، مونږ د جهالت او بدۍ په زمانه کې وو، او خدائ تعالی مونږ ته دا خیر راوړه، آیا له دې خیر څخه وروسته شر شته؟  ويې ويل: هو، نو ما وويل: له هغه شره وروسته خير شته؟  هغه وویل: هو، او هغه دخن ده، ما وویل: او دا دخن څه شی دی؟  هغه وفرمایل: هغه قوم چې زما له سنتو پرته د نور لارو پیروي کوي، او دوی زما له لارښوونې پرته د نورو لارښوونې عملي کوي، او ته به هغوئ پیژنې او انکار به ترېنه کوې، نو ومې ويل: له دې خير وروسته کوم شر شته؟  ويې فرمايل: هو، د دوزخ په دروازو کې بلونکي دي، چا چې يې ځواب ورکړ، په اور کې به يې وغورځوي، نو ما وویل: ای د خدائ تعالی رسوله مونږ لپاره یې صفات بیان کړه، هغه وویل: هو، زمونږ په ډول خلک دي او زمونږ په ژبه به خبرې کوي، ما وویل: ای د خدائ تعالی رسوله، ته څه وایي که دغه زمانه په ما راشي؟  هغه وویل: د مسلمانانو او د هغوئ د امام پیروي وکړه، نو ما ورته وویل: که دوس جماعت او امام ونه لري؟  هغه وویل: نو له دې ټولو ډلو څخه جلا شه، حتی که تاسو د یوې ونې ریښه وخورئ، تر هغه چې تاسو د دې کار په کولو کي بوخت اوسۍ او په دي وخت کې تاسو ته مرګ درشي".

او په حدیث کې ذکر شوي "دخن" څخه مراد د صحیح او معتمدي لارې له لارښوونو تابعداری نه کول دی، او له سمو سره د غلطیو مخلوط کولو دی، لکه څنګه چې د رسول اللهﷺ په ​​​​وینا کې ذکر شوې دی: «قَوْمٌ يَسْتَنُّونَ بغيرِ سُنَّتِي، وَيَهْدُونَ بغيرِ هَدْيِي، تَعْرِفُ منهمْ وَتُنْكِرُ».ژباړه: " هغه قوم چې زما له سنتو پرته د نورو لارو پیروي کوي، او دوی زما له لارښوونې پرته دنورو لارښوونې عملي کوي، او ته یې خه پیژنې هغوئ او انکار  به ترېنه کوې".

 يعنې له ځینو هغو شیانو  چې دوی يې راوړي نه به يې  منې، او دوی دا ادعا کوي چې دا حق دی.

Share this:

Related Fatwas