د اخر زمان روايتونه
پوښتنه
تکفیری ډلو د فتنو حماسو او جګړو په اړه احادیث څنګه تعبیر کړي، او هغه یې په خلکو د کنترول د وسیلې په توګه څنګه کارولي؟
ځواب
د فتنو حماسو او جګړو په اړه حدیثونه کې اکثرا د تکلیفی احکامو غوښتنه نه وي، برخلاف د احکامو د احادیثو، او د دې یو له مهمو دلیلونو څخه په دغه احادیثو کې د متشابه او اجمال شتون دی، او د فتنې په اړه اکثره احادیث له متشابه او یا مجمل نص چې اجمال يې باقی پاتی وی خالی نه دي، او همدا متشابه او اجمال چې د فتنې او جګړو ډیرو احادیثو ځانګرتیا ده، په ډیری اړخونو کې څرګندیږي، لکه : دا احادیث ټول بیان ته ضرورت لري؛ نو له همدی کبله د دې احادیثو د نصوص په تفسیر او بیا کې وهم او خلط زیات واقع کیږي، او کله بیا د ځینو فتنو په زمانه کې تشابه واقع کیږي، چې له خدائ جل جلاله څخه پرته بل هېڅ څوک پرې نه پوهیږي ... همدا ډول د هغه خلکو په نومونو کې تشابه چې د آخري زمانې له فتنو سره په تړاو ېي ذکر شوی ... او اشاره د دوی باره عامه وي.
او د مشخصو اشخاصو په باره کې د فتنې د ځینو نصوصو په نازلیدلو کې ډیره بی نظمي او خلط رامنځته شوې دی، لکه څنګه چې د امام مهدي او سفیاني په اړه په روایتونو کې واقع شوی دي، او امت ته یو څوک راووځې او وایې: فلانی مهدی دی او فلانی سفیانی دی، دا ټول بې له دلیله حکم کول دی، او خلک په داسې شیانو کې مشغولول چې د شریعت له لور پري مکلف ندي.