د نفل لمونځو شمیر او وختونه
پوښتنه
د نفل لمونځو شمیر څومره او وختونه يې کوم دي؟
ځواب
هغه لمونځ چې د پنځو فرضو لمونځونو څخه مخکې او یا وروسته اداء کیږي، یا خو هغه مؤکد سنت دي، چې دا هغه سنت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې مواظبت کړی دی، او په دې حدیث الشریف کې راغلي دي. :« چا چې په شپه او ورځ کې په دولس رکعته لمونځ هميشه والۍ وکړ؛ جنت ته به داخل شي؛ څلور رکعته د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې، او دوه ترې وروسته، او دوه رکعته له ماښام څخه وروسته، او دوه رکعته د ماخوستن لمانځه څخه وروسته، او دوه رکعتونه د سهار له لمانځه څخه مخکې» النسائي روایت.
او یا به کیدای شي هغه غیر مؤکده سنتونه وي چې ادا کول یې پرته له تاکید څخه مستحب. او دا دوه رکعته د ماسپښین له لمانځه مخکې، دوه رکعته د عصر لمانځه مخکې او دوه رکعته د ماښام له لمانځه مخکې، او دا هغه حدیث کې راغلي چې د عبدالله بن مغفل رضی الله عنه څخه یوې ډلې روایت کړی دی. چې نبی کریم صلی الله وعلیه وسلم وفرمایل:« د هر دوو اذانون ترمنځ لمونځ دی، دهر دوو اذانونو ترمنځ لمونځ دی- په دريم ځل یې بیا وویل-: د هغه چا لپاره چې غواړي یې »؛ له دې ویرې چې خلک یې سنت ونه ګڼي. او دا ډول سنت ته نفلي لمونځ او په خپله خوښه لمونځ ویل کېږي..