د النبي صلى الله عليه وآله وسلم ځانګړتياوې
پوښتنه
افراطیان هغه فضایلو او کراماتو ته څنګه ګوري چې خدایﷻ خپل پیغمبر او اولیاء صالحينو ته ورکړي دي؟
ځواب
د هغو مفاهیمو له جملې څخه چې تکفیری ذهنیت او مستقيم اسلامي عقليت جلا کوی، د پیغمبرﷺد ځانګړنو مفهوم او د هغه فضیلتونو مفهوم دی چې اللهﷻ د صالحانو او اولیاوو لپاره ځانګړی کړی دی، او کوم احکام چي په دې باندی بنا کیږي؛
د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ځانګړتياوو نه پوهیدل د دې سبب شوى دى، چې تکفيريان د ځینو هغو مسلمانان تکفیر وکړي، چې په خپلو دعاګانو کې په رسول اللهﷺ باندی توسل کوی، نو له دې کبله دوی سره جګړه کوي.
همدارنګه د ځينو صالحانو او اولياوو په حق هم، چې ځينې مسلمانان په دې باور دي، چې هغوى فضيلت او کرامت لري او د هغوی زیادت کول يو نېک عمل دى، چې اللهﷻ ته پرې نږدې کیږي.
او په دې ټولو جهل د مسلمانانو د تکفیر او د هغوی سره د ناحقې جګړې باعث کیږي، نو له همدي وجهې لازمه ده چې د رسول اللهﷺ د ځانګړتياوو مراد درک شي، او د فقیه له دندو څخه يوه دا هم ده چې د رسول اللهﷺ د ځانګړو چارو او د هغه شیانو ترمنځ توپیر وکړي د امت لپاره د شریعت په توګه راغلي؛ او دا ځکه نبی کریمﷺ ته په خاصو شوو چارو باندې قیاس نه کیږي.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په افعالو کې اصل دا دی چې هغه عمومي دي او د ټول امت لپاره شریعت ګڼل کیږي، او د دې اصل څخه نه وځي مګر داچې یو صحیح دلیل په هغي دلالت وکړي؛ او دا ځکه چې په شرعي نصوص کې تل له مسلمانانو څخه د هغې پیروي غوښتنه شوې ده.
او د هغه قرآني نصوصو څخه چې په دي دلالت کوي د خدائ تعالی دا قول هم دی: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا﴾[الأحزاب:21]. ژباړه: "په یقیني توګه، ستاسي لپاره د الله په پېغمبر کي د نېکۍ يوه خورا غوره مثال ده، د هر هغه چا لپاره ده چي د الله او د اخرت د ورځي هېله من وي او الله ډېر ډېر ياد کړي".