د مړي لپار په ډله ایزه توګه دعا کول
پوښتنه
د مړي لپار د هغه په قبر په ډله ایزه توګه دعا کول حکم څه دی؟
ځواب
د جنازي مراسمو کې ګډون کوونکو لپاره سنت ده چې د مړي د دفن څخه وروسته قبر سره یو ساعت ودریږي او هغه ته دعا وکړي او که مړي ته د کلمې تلقین هم کوي باک نه لري.
او داچې مړي ته دعا کول او د هغه قبر سره ذکر کول په خفیه توګه وي او یا په جهر او دا چې کوم کلمیات په کې شامل وي د دې په اړه په شریعت کې آساني او توسع راغلې ده، او په ډله ایزه توګه د دعا د قبلیدو امید زیات دی او د زړونو ويښوونکې، همت راټولونکي او د اللهﷻ په وړاندی د تضرع او تواضع پیدا کوونکې ده.
والله سبحانه وتعالی اعلم.