د ضرر مخنیوی د مصلحت په حاصلولو لومړیتوب لري
پوښتنه
آيا اوس د غيرمسلمانو پر ضد جهاد کولو د مصحلت جلب دی لکه څنګه چي ترهګرې او افراطي ډلې ورته ترويج کوي؟
ځواب
د شریعت یو له ثابتو اصولو څخه دا دی چې "د زیان مخنیوی د ګټې په ترلاسه کولو لومړیتوب لري" او دا خورا مهم اصل دی، ځکه چې د خلکو کړنې له ګټې او ضرر څخه بې برخې نه دي، او لازمه ده چي حقیقی توازن علمې شي، او هرڅه ته خپل ځائ ورکړل شي، تر څو چې دا روښانه شي چې راجح او غوره شی څه دی.
او اصل دا دی چې د ضرر څخه مخنیوی د ګټې په ترلاسه کولو لومړیتوب لري، او د دې دلیل د خدائ جل جلاله دا قول دی: ﴿يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ﴾[البقرة:219].
ژباړه: "خلك ستا څخه پوښتنه كوي چي: «د شرابو او جوارۍ (قمار) څه حكم دى؟» - ورته ووايه: په دواړو کې لويه ګناه ده، كه څه هم د خلكو لپاره به څه ګټه هم په کي وي؛ خو ګناه یې له ګټي څخه ډېره زياته ده. - او پوښتنه كوي: «موږ د خداى په لار کې څه مصرف کړو؟» - ورته ووايه: هغه څه چي د ستاسو له اړتيا څخه زيات وي. - په دې ډول الله تاسي ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چي (ښایي تاسي د دُنیا او اخیرت دواړو په اړه) فكر وکړئ".
په آیت د استدلال وجه دا ده چې شراب او قمار د ځینو خلکو لپاره ګټې درلودې، او سره له دي یې هم تحریم راغلی، ځکه ګناهونو یې ډیر وه.
او دا قاعده د فقهاوو ترمنځ ډیره مشهوره شوې ده چې "د مفاسدو مخنیوی د ګټو په ترلاسه کولو لومړیتوب لري" "، او که یو د ضرر او مصلحت تر منځه تعارض راشي، نو د ضرر له منځه وړل غالبا مقدم کیږي؛ دا ځکه چې د شريعت پاملرنه منهیاتو ته په نسبت د امرونو شدیده ده، او له دي امله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویلي دي: «إذا أمرتكم بشيء فأتوا منه ما استطعتم، وإذا نهيتكم عن شيء فاجتنبوه» ژباړه: " په کوم شي مې چې درته امر وکړ د خپل توان په اندازه هغه عملي کړي، او له کوم شي مې چي منع کړئ نو د هغې څخه ځانونه وژغوري".
او په کومه طریقه چي اوس جهاد مشهور دی – که مونږ ومنو چې دا جهاد دی، او دا ځکه چې په حقیقت کې دا اوس ویره اچونه او ارجاف دی - چې اکثراً د بیلا بیلو ادعاوو تر سوری لاندې د واکمنان په کفر تورنول دي، چې پایله یې په ښکاره توګه د اسلام، او د هغه د احکامو او پیروانو په قصدي ډول بدنامول دي، چې د ډېرو ضررنو لامل ګرځي، او همدارنګه دا کړنې د مسلمانانو لپاره داسې جنګونه منځته راوړي چې دوئ توان نه لري، او – لکه څنګه چې لیدل کیږي – زیانونه یې له ګټو څخه ډیر دي.