په دین کې تشدد
پوښتنه
په دين کې د تشدد حکم څه دی؟ او آیا د دې بیلګې شتون لري؟
ځواب
سختی او تشدد د غندلو وړ او بد عمل دی او دا په تیرو وختونو کې په اصطلاحی معنی څرګندېږي، او قرآن کریم ورته اشاره کړې چې دا په پخوانیو امتونو کې فاشیستی پدیده وه او دا هغوی ته د بدبختیو او سختیو د راوستلو اصلي لامل وه، الله تعالی فرمایلی: {قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ} [المائدة: 77]. ژباړه:« ووايه: اې اهل كتابو! په خپل دين کې ناحقه افراط مه كوئ»
او رسول اللهﷺ دې امت ته د تشدد او سختی په اړه د خبرداری ورکولو کې ورته اشاره کړې ده، دا چې دوی په هغه تېروتنو کې واقع نشي چې پخواني امتونو ترسره کړې وې، لکه په تکلف سختۍ او غلو کې له حد زیاته مبالغه کول، نو رسول اللهﷺ فرمایلی:«په خپلو ځانو سختي مه کوی کنه په تاسو سختی وشي، یوم قوم په خپلو ځانونو سختي وکړه نو الله په هغوی سختی راوسته، نو دا دهغوی پاتی شونې دي په عبادت ځایونو او کورونو کې»
د سختۍ یو له پخوانیو مثالونو څخه د بقره یا (غوا) د خاوندانو کیسه ده چې په قران کریم کې یې ذکر شوي، دا د بني اسرائیلو تشدد او مشقت ته اشاره کوي کله چې خدای تعالی دوی ته د غوا ذبحه کولو امر وکړ. دوی ته په کار وه چې د هغه څه اطاعت یې وکړ چې دوی ته یې امر شوی وه، مګر دوی د هغې انکار وکړ او د غوا د ځانګړتیاوو په غوښتنې سره یې د تکلف او تشدد دریځ غوره کړ، کله به چې دوی ته د یو وصف خبر ورکړل شو، دوی به د وضاحت په غوښتلو سره په خپل ځان سختي لا ډیره کړه،د آیتونو په پای کې وايي: {الْآن جئْت بالْحقِّ فذبحوها وما كادوا يفْعلون} [البقرة: 71]. ژباړه: «اوس دې سمې نښې راوښودلې، نو هغه يې حلاله كړه، او دوى نژدې نه وو چې دا كار يې كړى وى»
که څه هم د دوی دا وینا: اوس دې سمې نښې او یا حق څرګند کړ، په دې خبره کې د خدای په پیغمبر موسی علیه السلام ته لوی سپکاوی وه، ځکه چې هغه دوی ته په هروار هغه څه کې دوی یې غوښتنه کړې وه حق ښودلی وه.