تعصب او دیني تشدد
پوښتنه
شپیڅلي شریعت څنګه د تعصب او دينې تشدد په اړه خبرداری ورکړی؟
ځواب
شريعت له زیاده روی تعصب او دينی افراطيت څخه منع کړی ده. ځکه چې دا کار د خلکو تر منځ د کرکې او نفرت د خپریدو لامل ګرځي، سولې او ټولنیز یووالي ته زیان رسوي او د ملکونو امنیت او ثبات له منځه وړي، د خدای تعالی لار ته د خلکو د بللو اسلامي طریقه له نورو سره په مهربانۍ او احسان، او مخالفینو ته که په مذهب ، عقیده او دین اختلاف لري سپکاوی نه کولو په بنسټ لاړه طریقه ده، لکه څنګه الله سبخانه و تعالی فرمایلي: ﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ﴾ [النحل: 125]. ژباړه:« د خپل رب د لارې لور ته په حكمت او غوره نصیحت سره بلنه وركړه، او له خلكو سره په داسي ډول مباحثه وکړه چي ډېره غوره وي. ستا پروردګار ډېر ښه پوهیږي چي څوك د هغه له لاري څخه اووښتى دى او څوك پر سمه لاره برابر دی.»