د افراطیت ظهور
پوښتنه
افراطیت څنګه په ټولنو کې راڅرګندیږي؟
ځواب
افراطي او سخت دریزې په ټولنه کې په یوار سره نه راڅرګندېږي، بلکې هڅه کوي د متعددو نقابونو له لارې خپل هدفونه حذب او استخدام کړي او په دې توګه ځان د نړۍ او ملت د اصلاح لپاره د مدافع او لارښود په توګه وړاندې کړي او په کوم څه چې دی باور لري د شخصي او عامه ژوند د ټولو ستونزو د بنسټیز حل په توګه وړاندې کوي. خو لږ فکر به د هغه څه جعل او بحرانونه څرګند کړي چې دی ورته بلنه کوي.
یو لوی شمیر ارواپوهانو او ټولنپوهانو افراطیت په ځانګړې توګه ایډیالوژیکي (فکري) افراطیت ته - چې د افراطیت ترټولو خطرناک او خورا اغیزناک ډول ګڼل کیږي – په دې نظر کتلي چې دا د یو شمیر داسې ارزښتونو د رامینځته کولو پایله ده چې د موجوده ارزښتونو او عرفونو له منظومی سره مخالف وي، چې افراطي شخص د هغه تر اغیز لاندې راځي او دهغې اصولو او اخلاقیاتو ته تسلیمیږي، او د ارزښتونو او دودونو مخالفه منظومه په اصل کې د افراطي او په ټولنه کې د ټولنیزې همانګی او جوړښت ترمنځ د لیریوالي حالت د زیاتیدو څخه وروسته رامینځته کیږې.
په دې کې شک نشته چې د لیریوالي دغه حالت په تدريجي ډول د يو شمېر مختلفو يا ګډو دلايلو له امله د افراطي په وجدان کې ترسیخ او ثابت کېږي، چې ځينې يې، د هغه رواني اختلال له امله وي، چې افراطي ورسره مخ وي، لکه د کمۍ احساس او يا هم نابرابره او عجولانه احساسات، دځان خوښونې تمایل، په نفس کې یې د تعصب استبداد د تمایل زیاتوالۍ، او افراطی شخص مستبد وي او غواړي د افراطي فکر د منلو له لارې هغه استبداد ترسره کړي او دا فکر یې ځکه غوره کړي وی چې په نورو د لوړوالی د فکر لاره ورته تضمین کوي.