د افراطیانو ذهنیت

Egypt's Dar Al-Ifta

د افراطیانو ذهنیت

پوښتنه

په افراطي ذهنیت اغیزه کوونکي مهم خاصیتونه کومې دي ؟

ځواب

افراطي ذهنیت څو خاصیتونه لري چې د افراطیت له مرحلو څخه په انتقال کې د هغه په فکري او کلتوري استعداد اغیزه لري، چې ترټولو مهم یې دا دي:

- د افراطي مفکوری خاوندانو ته وفاداري له خپله مفکوري سره تر وفادارۍ لومړیتوب لري، نو له هغه کسانو وفاداري چې تروریستي سازمانونو سره تړلي دي دوی ته له اسلام سره تر وفادارۍ لومړيتوب لري،چیری چې دې ډلې ته انتساب اصل دی او  اسلام انتساب فرع ده.

- په زړو افکارو ټنګ پاته کیدل او  هغو ته تقدس ورکول او د هر هغه څه رد کول چې نوي وي، یا هغه افکار د غلط او صحیح ترمینځ  د توپیر اصل ګرځول.

- د ټولو مخالفو حرکتونو او نظرونو سره د مقابلې تګلاره؛  هغه که دا حرکتونه د دوی د دین ، جنس او ​​نژاد پورې تړلي وي او که نه.

- د حقایقو تحریف او غلط بیان: دا هغه ځانګړنه ده چې دوی ته د مفاهیمو د بدلولو او پټولو، او د داسې شواهدو او دلایل وړاندې کولو وړتیا ورکوي چې کافي نه وي یا له واقعیت سره په تضاد کې وي.

- په خپل ځان تړلې پاتې کیدل او د هر ډول مخالف فکر رد ول، که څه هم سم وي.

- په ځان د نیوکې د مفکورې نشتوالی، چې همدا وروسته بیا د دې افراطي ډلو غړي په داسې ذهنیتونو بدلوي چې منجمد فکر لرونکي وي او د ودې توان نه لري چې پایله یې د دې ډلې د رمزونو د تقدس سبب کیږي، چې د دوی د غړو او د نوښت ترمنځ خنډ ګرځي.

- د خبرو اترو او زغم د مفکورې نشتوالی، چې د تکفير مفکوره پیاوړې کوي او دا وروسته بیا د تاوتریخوالي نښانو ته بنسټ جوړوي.

Share this:

Related Fatwas