د ترهګرۍ د پدیدې د خپریدو لاملونه

Egypt's Dar Al-Ifta

د ترهګرۍ د پدیدې د خپریدو لاملونه

پوښتنه

آیا ترهګري یوه نوې پدیده ده؟ او په اوسني عصر کې د هغې د خپریدو لامل څه دی؟

ځواب

ترهګري د انساني وجود سره تړلې یوه لرغونې پدیده ده، او د تروریزم او انساني وجود ترمنځ اړیکه تر ډیره حده پورې تلازمي اړیکه ده.

له تاوتریخوالی او جنایتکارانه کړنو څخه د ګډوډۍ، ویرې او ورانۍ د خپرولو لپاره کار اخیستل یو له هغو وسیلو څخه دی چې انسان یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره له ډیر پخوا کاروي، له همدې امله مونږ وینو چې د ټولنیزکولو یا منفي نمونو (سټریوټائپس) طریقې هم د ترهګرۍ د پدیدې په خپریدو کې خورا خطرناکې رول لري او دا لاملونه په ټولیزه توګه د افراطي په نزد د ټولني او ټولې نړۍ سره د ټکر احساس پیاوړې کوي، د فردی تفسیر، او په عمومي توګه د نورو سره د دښمني لید لورۍ خوښوي.

او دا دینامیکي تدریجي بهیر د افراطي خبرې او فکر په ترسیخ کار کوي ترڅو یو فرد دا ترهګري او تاوتریخوالۍ د ممکنه عادی  یا مشروع عمل په توګه ومني، او دا په پای کې – خو په حتمی توګه نه-  د دې لامل کیږي چې دا شخص د ترهګرۍ څخه دفاع، پرې عمل ، یا د هغې مالتړ وکړي.

په هر صورت هغه متعددې کړنلارې چې موخه یې د افراطیت پدیده په یو ځانګړي سیاق کې تشریح کول دي، نشي کولی خپل هدف چې د دې پدیدې تفسیر دی، په داسې ډول ترلاسه کړي چې د هغې ریښتیني ابعاد څرګند کړي، پرته لدې چې ټول اړخونه چې  داخلی او بهرني عوامل ټول په یو وخت کې په پام کې ونیسي؛ ځکه چې افراطیت په حقیقت کې ډیر پیچلی او مرکب دی چې د فردي اړخ په رڼا کې د بهرنیو عواملو څخه پرته پیژاندل يې، یا برعکس ستونزمن دي.

Share this:

Related Fatwas