د تروریستي حرکتونو وهمونه

Egypt's Dar Al-Ifta

د تروریستي حرکتونو وهمونه

پوښتنه

د افراطي ډلو تر منځ ترټولو مهم جهادي وهمونه کوم دي؟

ځواب

دا ټولې ډلې او سازمانونه د یو واحدې دیني وینا د صادرولو لپاره کار کوي چې په واسطه یې خپلو پیروانو سره ژمنه کوي چې دوی به وعده شوي جنت ته ننوځي که  د دوی د ډلې په لیکو کې شهیدان شي نه د نورو ډلو، دا د دوی جهادي داستان دی چې یو لوی شمیر هغه کسان جذبوي څوک چې د هویت یا تعلق د احساس فقدان سره مخ وي.

لکه د واړه سن ځوانان څوک چې غواړي په اسلامي چوکاټ کې له عقل او بصیرت پرته هره مخاطره مني.

په حقیقت کې دغه جهادي داستان د  پیړیو په اوږدو کې د ټولو افراطي ډلو او سازمانونو په تبلیغاتو کې مهم ځای لري.

ځکه شهادت لیوالتیا او جنت ته ننوتلو  د فرصت په توګه دا د یو قوي هڅونې ګڼل کېږي، د حشاشینو په ډله کې حسن الصباح داسې جنت جوړ کړی وه چې باغونه، سیندونه، شرابونه او ښځې پکې وي  سندرې به یې  ویلې او نڅا به یې کوله لکه دوی چې حور عین وي.

لیدل کېږي چې  د "داعش" ډله هم دا نظر ترویج وي، ځکه چې د دې سازمان یو غړی په یوه ویډیو کې ټنګار کوي چې هغه حور عین لیدلۍ ده. په جګړه کې د ټپي کیدو وروسته د حور عین ښکلا او ښځینه توب توصیف کوي،هغه وايي چې جنت وليد دننه پکې ډېره ښکلې حوره وه، هغه دا ټنګار هم کوي چې هغه رسول اللهﷺ لیدلی او له هغه څخه یې غوښتي چې په اسلامي دولت کې پاتې شي ځکه چې دا حق دی!

Share this:

Related Fatwas