د افرادو تقدیس

Egypt's Dar Al-Ifta

د افرادو تقدیس

پوښتنه

د تکفیري او تروریستی حرکتونو په نزد د "السمع والطاعة" په اصل څنګه پوه شو؟

ځواب

 خبر اوریدل، اطاعت کول، او یا اشخاصو ته د قدسیت درجه ور کول یو هغو خطرناکو ستونزو څخه ده، چې د ځیني هغو  ځوانان په نزد چي هغوئ تل د دیندارۍ او په شرعیت د پابندۍ په لټه کې دي یوه فکري معضله او مشکل بلل کیږي او په ځانګړې توګه کله چې د دې ځوانانو د دین د زده کړې  سرچینې  ځیني هغه کسان وي چې د افراطي فکر ډلو سره تړاو لري، دا خلک زده کوونکو ته دا وهم  ورکوي، چې ګویا دوی د اسلامي شریعت په ژبه خبرې کوي، او د شريعت او د  هغه شخص سره د ارتباط په دوام کې زده کوونکی له هغه شخص سره په اړیکه ټنګ پاتې کیږي، هغه شخص نور ده ته عین شریعت مالومیږي، او د دې پر ځای چې د هغه خبرې د شریعت څخه د هغه تعبیر او فهم وګڼي د هغه له خبرو څخه شریعت جوړوي، او بیا زده کونکی پرته له دې چې پوه شي دهغوی خبرو ته قدسیت ورکوي، او دا د هغه د نظرونو منل پرته له فکره آسانه وي کومو ته د افراطي ډلو استازي بلنه ورکوي، او دا د افراطي ډلو د منهجونو  تر منځ  یو له فکري مشترکاتو څخه دی.

د اخوان المسلمین ډله د نورو ډلو په پرتله د "السمع والطاعة" اصل په تاصیل کې  د دې ډلې د یو تنظمی اصل په توګه ډیره مبالغه کوي، کوم چې د دې ډلې غړی له بشپړ موافقت پرته بل څه نشي کولی، او  په دې سره دا  قدسیت تنظیمي اړخ ته هم د  فکري اړخ ترڅنګ انتقال وي.

له همدې امله، د دغو کسانو فتوا یو له مهمو وسیلو څخه بلل کې چې افراطي سازمانونه یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کاروي، او هرڅومره چې دا فتوا ګانې زیاتیږي، هغومره یې د افراطیت ملاتړ زیاتیږي، او په ځانګړې توګه هغه فتواوې چې تعصب، تبعیض او نورو کرکو ته لمن وهي.

Share this:

Related Fatwas