فکري افراطیت

Egypt's Dar Al-Ifta

فکري افراطیت

پوښتنه

د خلکو ترمنځ د خپل فکر له خپرولو څخه د متطرف موخه څه ده ؟

ځواب

افراطي د خلکو په منځ کې د خپلې ایډیالوژۍ په خپرولو سره څو موخې ترلاسه کوي، چې تر ټولو مهم یې دا دي:

1- د ټولنې د غړو په تېره بيا د ځوانانو د ذهنونه له هغو نظرياتو ډکول چې له هغو اصلي افکارو سره چې د ټولنې له ثوابتو سره په بېلابېلو کلتوري مطلوبو عناصرو همغږي دي سمون نه خوري.

2- د هغو افکارو او عملونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستل چې ثابت اصل او مرجعیت لري، چې پایله یې په فهم کې دوه ګونیتوب او بیا د انحرافاتو ارتکاب لامل کیږي.

3- د ټولنې یووالی کمزوری کول، ارتباط او همغږي یې له مینځه وړل او په مختلفو جریانونو او د تمایلاتو یې ویشل.

4- د اسلام او مسلمانانو انځور خرابول او په ګمراه کوونکو صفتونو يې موصوفول. تر څو د اسلام او مسلمانانو ارزښت کم شي.

5- په ځان، نورو او یا هم ټولنه باندې جدي تیري کول او په سختو ډولونو زیان رسول؛ ترڅو په ټولنه کې تصمیم نیونکي دې ته اړ باسي چې په هغوی باندې لازم شوي باورونه تنفیذ کړي.

6- د ساده عقلونو لرونکو د داسې نسلونو منځته راوړل چې د حق او باطل توپیر ونشي کړي او د تاریخ او تراثو څخه انکار کوي.

7- د داسې نسلونو ایجادول چې د خپل ځان او د نورو حقوقو ته درناوي کې غفلت کوي.

8- د منځلاریتوب او اعتدال پرېښودل؛ دا په دین کې د غلو له لارې دی، یعنی خپلې ډلې ته تعصب کول، د هغې ​​​​مشرانو په اړه غلو کول، او په ګناه تکفیرول.

9- د مفاهیمو صحیح معنا بدلول، د مثال په توګه ځان وژنه جهاد ګڼل کیږي او په ناروا وژنه شهادت ګڼل کیږي.

Share this:

Related Fatwas