د افراطي نفسيت انګېزې (4)

Egypt's Dar Al-Ifta

د افراطي نفسيت انګېزې (4)

پوښتنه

وجداني محرک او د ځان خوښونې تمایل په افراطي شخصیت باندي څه اغیز لري؟

ځواب

 وجداني محرک څخه مراد په احساساتو کې مبالغه کول دي، برابره که د مینې احساسات وي، که د نفرت، او یا د غوسې،  او  د وجداني احساساتو لرونکی شخص نشي کولی  چي د ژوند د موقفونو او خلکو په وړاندې په خپلو احساساتو کې د منځلاریتوب او د اعتدال او سم دریځ ونیسي،له همدې امله، مینه کولی شي  د وجدانی احساساتو خاوند  د افراطیت طرف ته فقط د دې لپاره اړ کړي چې په هغی ډله کې داسی څوک موجود وي چې هغه ورسره مینه لري، نو د هغوی  طرف ته تمایل لري او حتی ورسره د هغوی په سلوکې کړنو کې یوځای کیږي ځکه چې یوازې د هغه شخص سره اړیکه لري، او برعکس احیانا د یو ځانګړي فرد یا ډلې سره نفرت ممکن هغه ورته کار ته اړ باسي، او له هر فکر او یا ډلې سره یوځای شي، چې د هغوی کړنې شاید هغه شخص یا ډلې ته د  زیاده رسیدلو لامل وګرځي چی دی ورسره نفرت لري، او همدا راز په احساساتو کې اختلال او په عکس العمل کې مبالغه ممکن یو شخص د افراطیت طرف سوق کړي.

او ځان خوښونې تمایلات، ډیری پوهان پدې باور دي چې یو افراطي شخص ممکن هغه څوک وي چې په ډیرې ځان بسیاینې او ځان خوښونې مبتلا وي؛ او د افراطیت او ځان خوښونې ترمنځ اړیکه دې ته ورګرځي چي افراطي ډلې معمولا هغه ساده بیانونه کاروي چې اساس یې فردی انتخاب وي، او دا د ځان خوښوونکي شخص له طبیعت سره مطابقت لري کوم چې دا نظرونه غوره کوي او د په دې خلکو د اعتماد احساس کوي، او په دې سره دی تر نورو  د دې افراطي نظریاتو سره د یوځای کېدو او منلو لپاره ډير آماده یې.

Share this:

Related Fatwas