د جسد (مثله)سپکاوی کول
پوښتنه
آیا د جسدونو قطع کول(مثله) روا دي؟
ځواب
د شريعت له نظره مړو ته د هغوی د غړو په قطع کول سپکاوی(مثله) روا نه ده، اسلامي شريعت په هر حالت کې د اسلام د سپېڅلي دين د جوهر، د هغه د حقيقت او انسانيت ته د درناوي د څرګندولو لپاره غوره اعمال او اخلاق د حق سبحانه تعالی لخوا راوړي دي، ﴿وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا﴾ [الإسراء: 70]، ژباړه:« او یقینًا زمونږ پېرزوينه ده چي بنيادم ته مو عزت وركړى دى، په وچه او لمده کې مو سپرلۍ ورکړې او له پاكو شيانو څخه مو روزي ور په برخه کړه او پر خپلو زياترو مخلوقاتو مو ښكاره لوړتيا ور وبښله»، او رسول اللهﷺ د جسدونو له سپکاوی او مثله کولو څخه منع کړې ده چې فرمایي: «لا تمثِّلوا بآدميٍّ، ولا بهيمةٍ، ولا تغدروا، ولا تغْلُوا» (رواه البيهقي)، ژباړه: « د انسان او ژناور مثله(غړي قطع کول سره سپکاوی،) مه کوئ، خیانت مه کوئ او عهد شکني مه کوئ»(البیهقی روایت کړی)، علماء کرام وایې د نبی کریمﷺ دا قول چې: انسان او حیوان مه مثله کوئ د مثلې مطلق حرام والی افاده وي، او دا چې له مثلې یعنی د غړو قطع کولو څخه نهې په هر حالت کې عمومي ده ، او مثلې څخه د منعې په باره کې له نبی کریمﷺ څخه ډېر حدیثونه راغلي دي، چې له دې سپک عمل څخه د رسول اللهﷺ د نهې ښکارندویي کوي.