کرامت او معجزه
پوښتنه
د کرامت تعریف څه دی؟ حدود یې څه دي؟ د کرامت او معجزې ترمنځ توپیر څه دی؟
ځواب
کرامت یو غیر عادي عمل دی چې خدایﷻ یې د خپل نیک بنده په لاس جاري کوي او د نبوت ادعا له ځانه سره نلري، چې خاند یې د پیغمبرۍ ادعا نه کوي، بلکې دا د خدایﷻ له لوري خپلو نیکو بندګان او اولیاءوو لپاره یو ډول عزت دی، لکه د ځمکې مسافه طی کول یا د دوی سره د جماداتو تسبیح ویل او داسې نور کرامات چې د اولیاء کرامو څخه مشهورې دي، او د صحابه کرامو او تابعینو او په ځانګړې توګه د محمدي امت نیکانو په لاس جاري شوي،
او د کرامت حدود یوازې د عادي ناممکن ماتول دي نه عقلي ناممکن، د بیلګې په توګه، د اوبو عادت دا دی چې که څوک پرې دریږي ډوبوي یې، او د خدای لپاره دا ممکنه ده چې د خپل بندګانو څخه د یو بنده لپاره د هغه د نیکمرغی او ولایت د ښودلو لپاره دغه عادت مات کړي، او اوبه هغه بنده تحمل کړي، او دا عادتا ناممکنه ده.
خو عقلي نا ممکن هغه څه دې چې عقل یې د پیښیدو تصور نشي کولی،لکه همزمان د یو څه موجود او غیرموجود کول. د کرامت او معجزې تر منځ توپیر دا دی چې معجزه یو غیر عادي شی دی چې خدایﷻ د نبوت د ادعا کونکي په لاس جاري کوي د هغه د دې ادعا د تایید لپاره چې هغه د رب العالمین رسول دی،او کرامت یو غیر عادي عمل دی چې د نبوت دعوا ورسره نه وي، نو د دې پیښيدل په عموم کې د هغه چا لپاره چې خدایﷻ يې له خپلو بندګانو څخه وغواړي روا ده.