ماشوم نه راوړل
پوښتنه
په مطلقه توګه د اولاد په نه راوړلو د ښځې او میړه توافق کول حکم څه دی؟
ځواب
اولاد نه راوړل د میړه او ښځې دواړو ګډ حق دی، دوی کوي شي په دې سره موافقه وکړي، که چیرې په دې کې د دوی دړاو ګډ مصلحت وي، خو یو ته د بل له موافقې پرته جواز نه لري؛ او د اولاد د نه راوړلو جواز په فردی سطحه دی د لاندنیو امورو له کبله:
- ځکه چې په قرآن کریم داسې نص نه دی راغلی چې د اولاد نه لرل یا کمول حرام کړي.
- د اولاد په نه درلودلو د ښځې او میړه اتفاق کولو حالت د عزل په حالت قیاس کیږي؛ او جمهور فقهاء اتفاق لري چې د ښځې او میړه د موافقې په صورت کې عزل جواز لري.
خو د امت په سطحه په مطلقه توګه د اولاد نه پیدا کول بیا جواز نه لري؛ ځکه چې په دي کار سره په هغه توازن کې اخلال راځي چې اللهﷻ پرې مخلوقات پیدا کړي، خو په دې کې بیا هغه تدابیر نه شاملیږي چې ځینې دولتو یې د اولادونو د محددولو لپاره ترسره کوي او دا د لاندې امور له کبله :
- د خپلو خلکو د باعزته ژوند لپاره، او د هغه مطالعاتو په رڼا کې د دې دولتونو امکانات سرګنده وي.
- او همدا رنګه د امیر عمل تر مصلحته تړلی وي.