د یو چا د مړینې(زنکدن) په وخت کې څه...

Egypt's Dar Al-Ifta

د یو چا د مړینې(زنکدن) په وخت کې څه باید وشي

پوښتنه

که څوک د یو شخص د زنکدن یا مړینې شاهد وي څه باید ووایی؟

ځواب

 د زنکدن په وخت، دا لاندې شیان په پام کي نیول سنت دی:

د شهادتینو تلقین، د مړ کېدونکې کس مخې ته د کلمې ویل خو په داسی شکل نه چې هغه په تنګ او متنفره شي او نه هم د هغه څخه د ويلولو په غوښتنه؛ او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې قول معنا ده چې فرمایي: «لَقِّنُوا مَوْتَاكُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ» (رواه مسلم).ژباړه: " خپلو مړو ته د ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ )تلقین وکړې" چې له الله پرته هیڅ معبود نشته.

2- د قبلې طرف یې مخ کول، او ښي اړخ ته تکیه کول، که دا کار ورته ستونځمن نه وي، په نیک ګمان چې هغه به یې  اهل وي، او ځکه چې براء بن معرور رضي الله عنه د مرګ په وخت کې قبلې ته د مخ کولو سپارښتنه کړې وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أصاب الفطرة...» (رواه البيهقي والحاكم).

ژباړه: "  فطرت رسیدلی...".

۳- د قرآن کریم څخه د یو څه لوستل لکه د اخلاص او یاسین سورتونه؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی : «اقرءوا سورة يس على موتاكم» (رواه أحمد وأبو داود) ژباړه: "په مړو باندې سورت یاسین تلاوت کړئ".

۴- د مړې د مرګ له یقین څخه وروسته سترګې ورته پټول او شونډې ورته نرمول تر څو په ښه منظر کي پاتي شي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: «إن الروح إذا قبض تبعه البصر» (رواه مسلم)، ژباړه: " روح چې کله قبض شي، سترګي یې تعقیبوي"، او دا هغه وخت وه چې کله ابو سلمه رضي الله عنهما ته ورغي، د هغه دواړه سترګې خلاصې وې، نو هغه ورته یې وتړلې.

5- د هغه پټول چې کوم ځای یې ښکاره نشی، او له سترګو څخه د هغه بدلونونو پټول؛ د أم المؤمنين عائشة رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات په وخت کې وویل: «سجي ببرد حبرة» (متفق عليه)، ژباړه: " نبي اکرم صلی الله علیه وسلم لره خه پټ کئ په دي کالو باندي"، او همداسی نور سنتونه چې د امت د فقهاوو او علماوو له خوا ذکر شوي دي.

Share this:

Related Fatwas