د ویرې(ډار) په وخت باید څه وویل شي
پوښتنه
د زلزلې او ورته نورو پیښو څخه د ویرې په حالت کې انسان ته په کار ده څه ووایی ؟
ځواب
په نبوي سنتو کې راغلي دي چې کله انسان ته داسې څه ورپېښ شي چې وېرېږي، بايد ووايي: "هو الله، الله ربي لا شريك له" ژباړه: «هغه الله، اوالله زما رب دی، هیڅ شریک نلري»؛ ځکه چې د ثوبان رضي الله عنه څخه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، چې کله یو څه ووېره وه نو رسول الله ﷺ به وويل: «هُوَ اللهُ، اللهُ رَبِّي لا شَرِيكَ لَهُ» امام النسائی په السنن الکبری کې روایت کړی "السنن الكبرى،
دا حدیث په دې دلالت کوي چې کله یو شی انسان وویره وي لکه طبیعي پیښې او داسي د نورو شیان نو دا پورتنۍ دعا ویل مستحب دي، او علماوو همدارنګه د داسي پیښو په وخت کې لمونځ هم مستحب بللی؛ دا ځکه چې په لمانځه کې اطمنان او سکون دی، الله جل جلاله فرمايي: ﴿إِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا * إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا * وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا * إِلَّا الْمُصَلِّينَ الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ﴾ [المعارج: 19 - 23]. ژباړه: "انسان كم حوصله پيدا کړ شوى دى؛ كله چي کړاو پر راځي، نو وار خطا کیږي، فرياد كوي؛ او كله چى سوكالي ورپه برخه کیږي، نو په بخيلۍ لاس پوري كوي؛ خو هغه كسان (له دې نیمګړتیا څخه ژغورل شويدي) چي لمونځ كوونكي دي؛ تل د خپل لمانځه پابند دي".