د رسول الله صلی الله علیه وسلم، آل البیت، او یا د کعبې شریفې روی نیول یا پري ترجي یا امید کول
پوښتنه
که یو شخص چا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او یا د کعبې شریفې او یا آل البیت له رویه د اړتیا پوره کولو هیله وکړي څه حکم لري؟
ځواب
په رسول الله صلی الله علیه وسلم یا نورو ترجې یا اميدل کول او یا په هغو د خبرو تاكيد کول او لکه چې ووایي: - مثلا - د نبی روی دې وي او یا د کعبی روی ته وګوره....... او داسې نور، چې د هغه څخه یې د قسم حقیقت مقصد نه وي دا شرعا جایز دي، او د اکثرو فقهاوو له نظره په دې کې څه حرج نشته؛ خو دا سمه نه ده چې د هغو دلایلو په ظاهر چې په غیر الله د قسم د حرمت باره کې راغې دا هم منع شي؛ ځکه دا د هغو له جملي څخه نه دې، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم، او د صحابه کرامو په کلام کې راغلی دي؛ له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او ویې ویل: ای د خدائ جل جلاله رسوله کومه صدقه تر ټولو لوی اجر لري؟ آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَمَا وَأَبِيكَ لَتُنَبَّأَنَّهْ؛ أَنْ تَصَدَّقَ وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْبَقَاءَ» إلخ الحديث.
ژباړه: "ستا په پلار ورته به ووایې؛ چي صدقه ورکړئ کله چې تاسو روغ ولی، او مال خوښوي، او د فقر څخه ویره لرئ او د ژوندي پاتې کیدو هیله لرئ".......
او دواړو شیخانو (بخاروی او مسلم)روایت کړی چې د ابوبکر صدیق رضي الله عنه ښځې هغه ته وویل: «لَا وَقُرَّةِ عَيْنِي؛ لَهِيَ الآنَ أَكْثَرُ مِنْهَا قَبْلَ ذَلِكَ بِثَلَاثِ مَرَّاتٍ».
ژباړه: زما د سترګو په تور (قسم)چې؛ دا اوس د پخوا په پرتله درې چنده زیات دی".
د خپلو میلمنو لپاره خواړه یې مراد وه.
والله سبحانه وتعالى أعلم.