په هغو توکو کې چي په عرضه کولو یې ت...

Egypt's Dar Al-Ifta

په هغو توکو کې چي په عرضه کولو یې توافق شوی وي غلا او خیانت کول

پوښتنه

په هغه مالونو کې خیانت کول چې په وړاندې (عرضه) یې په داوطلبۍ کې موافقه شوی وي څه حکم دی؟

ځواب

په هغو توکو کې چې په داوطلبۍ کې د هغې  په عرضه کولو موافقه شوې وي، همدارنګه دې ته ورته نورو توکو کې خیانت او فریب شرعا حرام  دي، او دا په ناحقه توګه د نورو اموال خوړل دي، او اسلام خیانت او فریب حرام کړی دي، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویلي دي: «مَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا» أخرجه مسلم. ژباړه: "څوک چې مونږ سره دوکه وکړي،  هغه له مونږ څخه نه دی ".

او مؤمنانو ته يې د رښتيا ویلو او له رښتيني خلکو  سره د ملتيا کولو امر کړئ؛ او الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ﴾ [التوبة: 119]. ژباړ: "اې مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتينو خلكو ملګري شئ".

 په عقدونو کې د شرایطو په پوره کولو یې امر کړې دی؛ نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي: «الْمُسْلِمُونَ عِنْدَ شُرُوطِهِمْ، إِلَّا شَرْطًا حَرَّمَ حَلالًا أَوْ أَحَلَّ حَرَامًا» رواه الدارقطني.

ژباړه: "مسلمانان د خپلو شرطونو پابند دي، پرته له هغه شرط څخه چې حلال حرام کړي یا حرام حلال کړي".

والله سبحانه وتعالى أعلم

Share this:

Related Fatwas