په هغو توکو کې درغلي چې په عرضه کولو یې موافقه شوې وي
پوښتنه
په هغو توکو کې درغلي چې په عرضه کولو یې په داوطلبۍ کې موافقه شوې وي حکم څه دی؟
ځواب
په هغو مالونو کې خیانت چې په داوطلبۍ او نورو کې یې په عرضه کولو موافقه شوې وي شرعا حرام دی، او دا په ناحقه د خلکو مال خوړل دي. اسلام له خيانت او فريب څخه منعه کړې ده، رسول اللهﷺ فرمايلي دي:« چا چې له مونږ سره خیانت وکړ د مونږ له جملې څخه نه دی» الدارمي روایت ګړی او اصل یې په "الصحيحين" کی دی.
همدا ډول الله تعالی مسلمانانو ته په رښتینولی او او له رښتینو خلکو سره په ملګرۍ امر کړی دی. اللهﷻ فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ﴾ [التوبة: 119]. ژباړه:«اې مؤمنانو، د الله څخه وویريږئ او د رښتینو خلک ملګري شئ»
اسلام همدار زار د شرطونو پوره کول واجب ګرځولي دي، که چیرې د شرعي احکامو او د عقدونو له مقتضا سره مخالف نه وي. رسول اللهﷺ فرمايلي دي: «مسلمانان په خپلو شرطونو عمل کوي، مګر هغه شرط چې حلال حرام کړي اویا حرام حلال کړي».