مسلکي خلکو احترام ته د اسلام بلنه
پوښتنه
آيا مسلکي کسانو ته په هغه برخه کي چې د دوی تخصص وي او پوهه او وړتیا په کې لري رجوع کول واجب دي؟
ځواب
رسولﷺ مونږ ته د تخصص درناوی راښودلی؛ نبی کریمﷺ، د خپل رباني علم سره سره، په ټولو دنیاوي چارو کې د صحابه کرامو له متخصصینو سره مشوره کوله؛ ترڅو مونږ ته متخصصینو او وړخلکو ته د رجوع لارښوونه وکړي، او آنحضرتﷺ، به خپل صحابه کرام د دوی په مسلک او وړتیاوو د هغوی د احترام او درناوي لپاره یادول؛ ځکه وايي: «أَرْحَمُ أُمَّتِى بِأُمَّتِي أَبُو بَكْرٍ، وَأَشَدُّهُمْ فِي دِينِ اللهِ عُمَرُ -وَقَالَ عَفَّانُ مَرَّةً: فِي أَمْرِ اللهِ عُمَرُ- وَأَصْدَقُهُمْ حَيَاءً عُثْمَانُ، وَأَفْرَضُهُمْ زَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ، وَأَقْرَؤُهُمْ لِكِتَابِ اللهِ أُبَىُّ بْنُ كَعْبٍ، وَأَعْلَمُهُمْ بِالْحَلاَلِ وَالْحَرَامِ مُعَاذُ بْنُ جَبَلٍ، أَلاَ وَإِنَّ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَمِينًا، وَإِنَّ أَمِينَ هَذِهِ الأُمَّةِ أَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الْجَرَّاحِ» رواه أحمد.
ژباړه: "زما په امت کې تر ټولو مهربانه ابوبکر صديق رضي الله عنه دی او د الله په دین کې تر ټولو شدید عمر رضی الله عنه دی، عفان یو ځل وویل: د خدائ جل جلاله په حکم پابند عمر دی، او په دوی کې تر ټولو ریښتونې حیاء ناک عثمان دی، او په دوی کې تر ټولو پوه ترین په علم د میراث کي زید بن ثابت دی، او په دوی کې د خدائ جل جلاله د کتاب خه لوستونکې ابی بن کعب دی، او د حلال او حرام په اړه تر ټولو پوه معاذ بن جبل دی، په حقیقت کې د هر امت لپاره یو امانت دار وي او د دې امت امانت دار ابو عبیده بن الجراح دی".
په دې حدیث کې خلکو ته خبرداری دی چې له دې احکامو خبر شي تر څو د اړتیا په وخت کې متخصصو خلکو ته رجوع وکړي، او یا د تعارض په وخت کې د متخصص کس ویناوو ته ترجیح ورکړي.