د افراطیت او تشدد په اړه د اسلام دریځ
پوښتنه
د افراطیت او تشدد په اړه د اسلام دریځ څه دی؟
ځواب
د افراطیت سره د مبارزې مسله یو له مهمو حیاتي لوی خطر لرونكو مسلو څخه ده، ځکه چې دا خطر په ټولنه کې امنیت او عمومي نظم ګواښي، همدارنګه د دې پراخې بڼې زمونږ په ورځني ژوند کې ډیرې اغیزې لري.
او د دغه افراطیت په نتیجه تاوتریخوالی ته ښکاره هڅونه منځته راغلي ده، چې انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو په کې برخه اخيستې ده.
همدارنګه په ځینو هیوادونو کې تعلیمي نصاب، لیکچرونو او ځینو منحرفو مذهبي ویناوو هم ورسره مرسته کړې، مشددو مذهبي فرقو او سمبولونو هم د افراطیت د اور د لمبو په زیاتولو کې رول لوبولی، ځکه چې دوی د ځینو اشخاصو او حرکتونو په ژوند او چلند باندې ښکاره اغیزه لري.
په دې خبره ټینګار کول مهم دي چې افراطیت په یوې ځانګړې ډلې یا سیمې پورې نه شي محدودېدای، د یادولو وړ ده چې د افراطیت ښکاره برخه هغه کسان دي چې له ترهګرو ډلو سره تړاو لري، خو حقیقت دا دی چې افراطیت د ټولنې په بیلا بیلو ډلو ته رسیږي، که څه هم په ښکاره توګه نه لیدل کیږي.
اسلام حق پسندي او آساني راړوې او په ټولو چارو کې يې منځلاریتوب او اعتدال ته بلنه کړې، د اسلام تګلاره تل د زغم د نورو منلو او د افراطیت او تشدد په ردولو ولاړه ده. له همدې امله د افراطیت او تشدد پر وړاندې د اسلام دریځ واضح او پرېکنده دی او د هغې د پریښودو او ورڅخه د لرې والي او ورسره د مقاومت غوښتنه یې کړې ده.