جنسي ځورونه
پوښتنه
د جنسي ځورونې په اړه د اسلامي شریعت دریځ څه دی؟
ځواب
سپڅلي شريعت د حرمتونو او عزتونو د تر پښو لاندې کولو په اړه خبردارۍ ورکړی، او هغه يې بد ګڼلی او ورڅخه لیرې والي ته یې بلنه کړې، او د ترسره کوونکو لپاره يې سوال او عذاب سخت کړي دی، او د الله تعالی په نزد يې د حرمتونو لوی اهميت او د هغې لوړ منزلت په اړه خبرتیا ورکړې؛ ځکه دا د خلکو له حقوقو پورې تړاو لري، اسلام د داسې جرمونو - جنسي ځورونې - سره د جګړې اعلان کړی دی او مرتکبین ته یې په دنیا او آخرت کې د سختې سزا ګواښ کړی دی، او حاکمان یې مکلف کړي دي چې د دې شرمناکې پدیدې له شکلونو سره په قاطعیت او جدیت مقابله وکړي؛ او له همدې امله، د جزا قانون دا عمل جرم ګرځولی، او د هر هغه چا د مخنوي لپاره یې سزا ټاکلی چې غواړي د دې شرمناک عمل مرتکب شي.