د لمانځه پر مهال په سورة فاتحه کې په لوړ آواز د بسم الله ویل
پوښتنه
په لمانځه کې د فاتحې په وخت کې په لوړ آواز د بسم الله ویلو حکم څه دی؟
ځواب
په لمانځه کې د فاتحه سورت په پيل کې په لوړ آواز د بسم الله تلاوت کول يو له هغو مسايلو څخه دی چې په اړه يې علماء اختلاف لري. شافعيان او د علماوو يوه ډله په دې نظر دي چې په لوړ آواز تلاوت کول یې مستحب دي، په داسې حال کې چې نور علماء یې په پټه توګه تلاوت کول غوره ګڼي.
دا مسله د لمانځه له هغو معدودو برخو څخه ګڼل کیږي چې د موکده سنتو درجې ته نه رسیږي؛ او اختلاف په کې قریب دی او په اړه آسانتیا ده. که څوک بسم الله په لوړ غږ ووايي ښه ده او څوک یې چې په پټه ووايي هم ښه ده او امام لازم دي چې په عمدي توګه له خلکو سره د هغوی په فقهي انتخاب کې اختلاف ونه کړي.
او جایزه نه ده چې دا ډول اختلافي مسايل چې د مسلمانانو تر منځ د فتنې، لانجې او تفرقې لامل شي، بلکې مونږ ته په کار ده چې په مسایلو کې د خپلو سلفو په شان د اختلاف هغه آداب مراعت کړو چې هغوی به په خپلو فقهي اختلافاتو مراعت کول او آساني یې کوله.