د آذان نه وروسته په رسول صلى الله عليه وسلم درود ویل
پوښتنه
د آذان نه پس په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو حکم څه دی؟
ځواب
له اذان څخه وروسته په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل هغه څه دي چې ډېر مؤذنان ورسره عادت شوي دي، او بهتره داده چې خلک هغه څه ته پرېږښودل شي چې پرې عادت دي، او زړونه یې پورې تړلي دي، که څوک د درود په لوړ غږ لوستلو سره عادت وي باک نه لری. او همدارنګه که یې په خفیه ویلو سره عادت وي، په هر حال د اذان کلمات معلوم دي او د دې وېره نشته چې له نورو الفاظو سره به خلط شي، او په دې کې اعتبار د مسلمان خپل زړه ته ده چې دی یې په څه پورې تړلۍ مومي او د خلکو په منځ کې اختلاف او تفرقه نه را منځته کیږي.
او جایزه نه ده چې دا ډول اختلافي مسايل چې د مسلمانانو تر منځ د فتنې، لانجې او تفرقې لامل شي، بلکې موږ ته په کار ده چې په دې مسایلو کې د خپلو سلفو په شان د اختلاف هغه آداب مراعت کړو چې هغوی به په خپلو فقهي اختلافاتو مراعت کول او آساني یې کوله.