د خوراک په وخت کې د الله نوم یادول

Egypt's Dar Al-Ifta

د خوراک په وخت کې د الله نوم یادول

پوښتنه

د خوراک په پیل کې بسم الله ویل څه حکم لري؟ او که چا څخه هیر شي او د خوراک په جریان کې وریاد شي څه حکم  لري؟

ځواب

د خوراک د شرو کولو په وخت کې بسم الله ویل سنت دي؛ ځکه چې د عمر بن ابی سلمه رضی الله عنهما روایت دی چې وایي: له نبی کریمﷺ  سره مې خوراک وکړ،نو زما لاس په قاب کې هخوا دیخوا ولاړ، نو رسول اللهﷺ وفرمايل«د الله نوم یاد کړه، او په ښي لاس خوراک وکړه، او له خپلي مخې خوراک وکړه» (ابن ماجه په دي معنا او ابو داود روایت کړی).

خو که له چا څخه په پیل کې هیر شي  نو هغه ته چې هر وخت یاد نو ودې وایي:" باسم الله أوله وآخرو" ځکه أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها څخه روایت چې رسول اللهﷺ  وفرمایل: کله چې یو له تاسو خوراک کوي نو د الله نوم دې یاد کړي، که ورنه هیر شو چې په پیل کې د الله نوم یاد کړي، نو بیا دې وايي: : بِاسْمِ اللهِ أَوَّلَهُ وَآخِرَهُ» ابو داود روایت کړی.

والله سبحانه وتعالى أعلم.

Share this:

Related Fatwas