قرضدار ورور ته زکات ورکول

Egypt's Dar Al-Ifta

قرضدار ورور ته زکات ورکول

پوښتنه

قرضدار ورور ته زکات ورکول څه حکم لري؟

ځواب

الله جل جلاله فرمايي: ﴿إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللهِ﴾ [التوبة: 60]، ژباړه:« دا صدقې خو په اصل کې د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چي د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چي زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غلام د آزادولو او د پوروړو د مرستي لپاره، د خداى په لار کې او په مسافر پالنه کې د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛..» دا آيت د زکات د ورکولو جهتونه روښانه کوي او د هغو په منځ کې د قرضدارانو يادونه هم شوې ده، هغه قرضداران چې د پور ورکولو وخت يې رارسېدلی او د ادا کولو توان یې نلري.

د اسلامي شريعت له مخې د زکات ورکوونکي لپاره روا ده، چې خپل قرضدار ورور ته د هغه د پور د ادا کولو لپاره زکات ورکړي او په دې صورت کې به یې اجر دوه چنده وي. ځکه چې رسول اللهﷺ فرمایي: «فقیر ته صدقه ورکول صدقه ده او خپلوان ته دوه شیان کیږي: صدقه او خپلوي پالل» (امام احمد په خپل مسند کې روایت کړی دی).

یوازې خدای بهتره پوهیږي.

Share this:

Related Fatwas