زکات ورکول
پوښتنه
آیا د کال په جریان کې په قسطونو زکات ورکول روا دي؟
ځواب
سوال کوونکي ته شرعا جایزه ده چې د هغه مال زکات چې نصاب یې پوره کړی وي او يو کال پرې تېر شوی، د کال په اوږدو کې په قسطونو، هغه مستحقینو ته ورکړي چې ورته معلوم دي چې هغوی د خپلو ضرورتونو د پوره کولو لپاره میاشت په میاشت ورته اړتیا لري، سره له دې چې دا باید په پام کې ولری چې د دوهم کال له رارسیدو د مخه باید د زکات ټول واجب مال ورکړل شي.