د هغه چا اودس او لموڼځ چې بول یې جاري وي
پوښتنه
د سوال کوونکې څخه له اودس او لمانځه وروسته د ادرارو ځینې څاڅکي توېږي، او پوښتنه کوې چې: آیا اودس او لمونځ بیا راوګرځوي؟ که د لمانځه نه بهر یې د قرآن تلاوت کاوه او دا څاڅکې ترې وبهیدل آیا تلات ته ادامه ورکړي؟
ځواب
اودس د لمانځه د صحت له شرطونو څخه یو شرط دی، که د روغوالي په صورت کې له یو شخص څخه د ادرارو يو څاڅکی هم توی شي نو اودس يې ماتیږي. ځکه چې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « الله تعالی ستاسو څخه د هیچا لمونځ نه قبلوي که بی اودسه شوی وي تر څو چې هغه اودس ونه کړي»(رواه البخاري).
خو که څوک ناروغ وي او ادرار بې کنټروله ورڅخه تویږې؛ نو بايد يو ځل اودس وكړي او له هغه وروسته هغه ادرارو ته پام ونه كړي چې له هغه څخه په بې اختیاره د څاڅکو په څیر تویږي، له دې عذر سره سره د هغه لمونځ او تلاوت صحيح کیږي، او دا تر هغه وخت چې اودس يې له دې عذر پرته په بل شي مات شي.