د مجهول او ناپیژاندل شوي شخص سره بیعت
پوښتنه
آیا د مجهوله او ناپیژاندل شوي شخص سره بیعت امکان لري؟
ځواب
په دې کې اتفاق دی چې د مجهول شخص بیعت شرعا جواز نه لري او اصلا غیر معقوله هم ده، خلک څنګه کوي شي چې خپل امور یو مجهول شخص ته چې هویت یې نامعلومه وي وسپاري، او دا حال د داعش ډلي په مشر کې مطابقت کوي، هغه یو مجهول شخص دی چې وګړي يې هغه نه پیژني او په اړه يې هیچ معلومات نه لري نو د دي په نتیجه کې د دوی بیعت اصلا باطل دی ځکه دوي چې چا سره بیعت کوي په اړه یې نه پوهیږي.
بیعت په اسلام کې یو شرعي کار دی په اړه یې امر هم شوي او نبی کریم صلی الله علیه وسلم لمړۍ او دویمه عقبه او په رضوان کې بیعت کړی دی. او بیعت د ګناه نه پرته په نورو اموری کې د اوریدني او اطاعت یوه معاهده او تړون دی چې د اهل حل او عقد په انتخاب او د خلکو په وړاندې ترسره کیږي.
بیعت په اسلام کې ډیره لوړه مرتبه لري ځکه چې د خلکو امور د هیواد اداره ،د دنیوي او اخروی ضرر دفع او د مصحلت خونديتوب پرې مرتب کیږي؛ نو د همدي دپاره یو مهمترینو شرطونو څخه یې په امام کې د عدالت د شرطونو پوره کیدل دي، هغه دا چې خلکو ته یې باید حال استقامت او ژوندلیک معلوم وي، څوک چې امامت ترلاسه کوي او د حکومت واګي ورسپارل کېږي؛ نو لازمه ده چې خلک بیعت داسي چاسره وکې چې د هغه اصل حال او نسب په پاره کې پوره بصیرت ولري کنه نو د جهل د بیعت پایله بطلان سبب ګرځي نو څنګه خلک بیعت کوې داسي چا سره چې نه یې پیژنې او له حاله یې بې خبره دي.