د افکارو او نوښتونو غلا

Egypt's Dar Al-Ifta

د افکارو او نوښتونو غلا

پوښتنه

د افکارو او نوښتنو د غلا کولو حکم څه دی؟

ځواب

اسلامي شریعت د افکارو او نوښتونو غلا کول په ټولو برخو کې حرام بللي او  د افکارو د ملکیت ساتنه کوي لکه څنګه چې د توکو د ملکیت ساتنه کوی؛ د افکارو غلا کول د نورو په حقوقو تېری او هغوی ته ضرر رسول دي او اسلام له ضرر څخه منع کړی ده. ځکه چې رسول اللهﷺ فرمايي: «لَا ضَرَرَ ولَا ضِرَار». ژباړه: " په اسلام کي نه خپل ځان ته ضرر رسول شته او نه بل چا ته". إمام أحمد وابن ماجه روايت کړی؛ او همدار راز  رسول اللهﷺ فرمايلي: «الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْناس مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ» ژباړه:«مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي » إمام أحمد په خپل "مسند" روايت كړی.

له همدې امله، قانون په دې برخو کې فکري ملکیت د خپلو خاوندانو لپاره خوندي کړی، او په افکارو او نوښتونو باندی د تیرې د مخنوي لپاره يې جزاګانې ټاکلي دي.

Share this:

Related Fatwas