د زکات یوه برخه پوروړو سره د مرستې او ټولنې ته د خدمت لپاره ځانګړي کول
پوښتنه
د زکات یوه برخه قرضدارانو سره د مرستې او ټولنې ته د خدمت لپاره ځانګړې کول څه حکم لري؟
ځواب
د زکات د پیسو یوه برخه له قرضدارانو سره د مرستې لپاره، د تعلیمي خدمتونو په ښه کولو کې د ونډې اخیستلو او د زکات له پیسو څخه د پانګونې او تولید پروژې جوړول روا دي، په دې شرط چې موخه یې د غریبانو ګټې د هغوی لپاره ژوند او مالکیت برابرول وي؛
د جامو، خوراک، کور، زده کړې، درملنې او د ژوند په نورو ټولو چارو کې د بې وزلو او اړو کسانو په ځان بسیا کول هغه څه دي چې باید په لومړیتوب کې وي، او دا د زکات د هغه بنسټیز حکمت پوره کولو لپاره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په دې قول کې اشاره کړې ده: «تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ وَتُرَدُّ عَلَى فُقَرَائِهِمْ»، ژباړه:«له مالدارانو څخه یې اخیستل کیږي او غریبانو ته یې بېرته ورکول کیږي»