مخكې له جنازي او د مړي د ښخولو ورسته د قبر په سر وعظ کول
پوښتنه
مخكې د جنازي له لمانځه څخه او همدارنګه د مړي د ښخولو ورسته د قبر په سر وعظ او نصیحت کول څه حکم لري؟
ځواب
د جنازې د حاضریدو تر وخته د جنازه کوونکو د انتظار په وقت وعظ او نصحیت کول شرعامستحب دی، او همدارنګه د قبر ترڅنګ د دفن څخه وروسته هم، په صحیحو احادیث روایت شوي دي چې رسول اللهﷺ به د دفن نه وروسته خپل اصحابو ته وعظ کولو، له هغې جملې څخه یو حدیث هغه دی چې له علی کرم الله وجهه څخه په متفق علیه حدیث روایت شوی دی چې وایي: مونږ په بقيع الغرقد کې په جنازه کې وو، او رسول اللهﷺ مونږ ته راغلو، او کیناسته او مونږ هم د هغه چاپېره کیناستلو، او یوه کوچني عصا ورسره وه، او بیا هغه خپل سر ټیټ کړ او په غمجن توګه په هغه عصا په ځمکه خطونه کول بیا یې وویل: «ما مِنكم مِن أَحَدٍ، ما مِن نَفسٍ مَنفُوسةٍ إلا كُتِبَ مَكانُها مِنَ الجَنَّةِ والنَّارِ، وإلا قد كُتِبَ شَقِيَّةً أو سَعِيدةً»، ژباړه: " په تاسو کې هیڅ څوک او هېڅ یو ژوندی نشته مګر دا چې د هغه ځای په جنت کې دی او که دوزخ کې لیکل شوی دي، او او لیکل شوی دي چې دابه بدبخته وي او که نیک بخته"، یو سړي وویل: ای د خدائ رسوله، آیا مونږ په خپل لکیل شوي کتاب توکل ونه کړو او عمل پری نږدو؟ نو هر څوک چې زمونږ په منځ کې نیک بختو څخه وي، هغه به د نیک بختو خلکو به کار وي، او څوک چې زموږ په منځ کې د بدبختیو څخه وه، هغه به د بدبختانو کار وي. نبی کریمﷺ وفرمايل: نيك بخته خلكو ته نيك عملونه آسان كیږي او بدبخته خلکو ته د بدو عملونو لار آسانه کیږي. او بیا یې دا آیت تلاوت کړ: ﴿فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى﴾ [الليل: 5-6]. ژباړه:« نو چا چي (د خدای په لار کې) شتمني ورکړه او (د خدای له نافرمانۍ څخه یې) پرهېز وکړ،او نېکي یې رښتينې کړه،»