شرعی لباس
پوښتنه
د مسلمانې ښځې شرعي لباس څه دی؟
ځواب
شرعا ثابته ده چې حجاب يو له شرعي واجباتو څخه دی او په قرآن کريم کې يې امر د الله تعالی په دې قول کې راغلی دی:﴿وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ﴾ [النور: 31]، ژباړه:« او [اې پېغمبره (ﷺ)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چي خپلي سترګي تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. او خپله ځان جوړونه او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چي په خپله (عادتًا) څرګند وي، او پر خپلو ګرېوانونو دي د خپلو پوړنو پلوونه واچوي.»،
د مسلمانې ښځې لپاره اسلامي لباس هغه لباس دی چې د بدن هغه برخې پوښلې وي چې نور جلبوي، د لباس لاندې بدن ترې نه څرګندیږي او د مخ او لاسونو او د ځینو فقهاوو په نزد د پښو پرته ټول بدن یې پوښلی وي. همدا راز ښځې رنګه کالي هم اغوستلی شي، په دې شرط چې نظر راښکونکې او فتنه پاروونکې نه وي. که دا شرطونه په هر لباس کې پوره شي، د مسلمانې ښځې لپاره یې اغوستل روا دي او له هغې سره بهر هم وتلی شي.